IQNA

د قران د تلاؤت هنر/16

 د استاد عبدالباسط د تلاؤت د اغیزشیندنې دلیلونه

14:32 - December 21, 2022
د خبر لمبر: 3486634
ایکنا-(تهران)د ځينو قاریانو موخه یوازې د الحن او مقاماتو اجرا ده او په لوستلو کې هم تر یوه حده د قرآن تلاؤت  وزیاتوي. په داسې حال کې چې  استاد عبدالباسط د کلمې په حقیقي معنا ساده دی،البته معنوي ،اغیزشندنې او فني تلاؤت به ئې کاوه.

عبدالباسط محمد عبدالصمد داؤد(د ‍۹۲۷کال دجنورۍ په لومړۍ نیټه زیږیدلی او د ۱۹۸۸کال دنومبر پّ دیرشمه نیټه وفات شوی دی) تر نیمې پيړۍ پورې ئې خپل قرآني فعالیتونه په ډيرو هیوادونو کې د تلاؤت په اجرا کې تیر کړي دی  او دهغه دخپلو څرګندونو په اساس،پخپل په زړه پورې غږ سره ئې په سلګونو کسان اسلام منلو ته اړباسلي دي.

عبدالباسط د یوه نامتو قاری په توګه خاص شخصیّتي ځانګړنې درلودې. په هغو کې دا چې هغه د قرآن کریم دتلاؤت لپاره خاص اهمیّت ورکوه او حتما به ئې له تلاؤت مخکې عبادت کاوه،مثلا دوه رکعته مونځ به ئې ادا کاوه او په یوې خاصې او معنوي روحیې سره به ئې تلاؤت ته مخه کوله. د استاد ډیری تلاؤتونه د سهار له لمانځه مخکې چې ترټولو ښه معنوي موقعیّت حسابیږي، ترسره کړي دي.په دې اړه یو مثال دا چې د حشر مبارکې سورې تلاؤت ئې  په کاظمین حرمیّن کې کړی  چې اغیزې ئې هماغه شان شته  دي.

د استاد عبدالباسط په زړه پورې آوازبې بدیله یا کم ساری دی ،نوځکه وینئ چې  اوس هر څوک غواړي ، د استاد عبدالباسط تقلید وکړي، هڅه کوي، خپل غږ هم د هغه په شان وبریښوي.

د عبدالباسط  د قرآئت لپاره د ؛آسان او مناسب؛ اصطلاح کارولی شو، په دې معنا چې ساده تلاؤت کوي  او د هغه له تلاؤت سره  ارتباط ټينګول او آوریدل ئې ډير ساده او آساان دي ،خوهیڅوک دهغه په څير قرائت نشي تکرارولی . دعبدالباسط تلاؤتونه،د مصطفی اسماعیل، کامل یوسف بهتیمي،محمد عمران، رفعت او دځينو نورو غوره قاریانو د تلاؤت سختوالی او پيچلتیا نه لري، تلاؤت ئې مستقیم او له ټيټو هسکو پرته  وړاندې کاوه او یا دا چې ډیر لوړ غږ ئې درلود، البته په ځان ئې هیڅ دباؤ یا فشار نه اچولو.

 استاد عبدالباسط د قرآن دتلاؤت تقوا لري، یعني په تلاؤت کې ئې ځان د قرآیت په علم کې  تعریف شوو اصولو او قواعدو ته پابند باله او  تلاؤت ئې له افراط او تفریطه لیرې دی. که څوک وغواړي ،یو ښه قاری شي، او په بنیادي او پياوړي اساس سره وده وکړي، نو تر ټولو غوره بیلګه عبدالباسط دی ،د قرآن یو زده کونکی ممکنه ده دهغه په شان آواز ونه لرل شي، خو داستاد د تلاؤت لهجه او فضا جوړونه په آسانۍ سره یادولی شي.

خدای بخښلی استاد  یو شمیر د مجلسي تحقیق او ددرسي تحقیق  د قرائت په باب یو شمیر قرآئتونه د سټوډیو په بڼه لري  چې ډير په آسانه او  آرام سره ئې قرآئت کړي دي.البته هغه  د ترتیل په بڼه هم د قرائت یوه دوره  هم لري.

استاد عبدالباسط پخپلو تلاؤتونو کې په معنا تسلط او فهم درلود،خو له فهم او ورباندې  له پوهیدا ورآخوا ،په آیتونو باؤر درلودل دي ،د قرآن  په عظمت او ځائيګی باړر دی چې دیوه قاري تلاؤت له غوره او ښه کوي  او هرهغه څه چې ئې درلودل، د یوه  تلاؤت په وړاندې کولو سره  ئې د خپل مخاطب په روح اغیزو شیندل وو.

  د استاد عبدالباسط په زړه پورې  غږ سره د البد او شمس سورو تلاؤت  ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

 

captcha